سیاستخبرونهټولنه

په ابوظبۍ کې سلګونو افغان پناه غوښتونکو لاريون وکړ

 کابل/ د سلواغې ٢١ / باختر:

په سلګونو افغانان چې له کابل څخه د ایستلو د بهیر په ترڅ کې متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي وو، د اسانتیاوو د نشتوالي او متحده ایالاتو ته د هغوی د لېږد  د ځنډ  له امله په لاريون او تحصن لاس پورې کړى دى .

دوی ادعا کوي، چې له افغانستان څخه له وتلو شاوخوا شپږ میاشتې وروسته لا هم  د بې سر نوشتۍ  په حالت کې دي.

د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په څو کمپونو کې له افغانستان څخه څه باندې لس زره  لېږل شوي کسان ساتل کېږي او هغه زندان ته ورته دى چې دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې له کمپ څخه ووځي او هغوى د پالنې او خوړو له کبله هم شاکي دي.

لاریون کوونکو د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې ډېرژر دې د دوی د پناه غوښتنې وضعیت ته رسيدګي وکړي. دغه لاريون کوونکي د بایډن حکومت، په قطراو متحده عربي اماراتو په  کمپونو کې له پناه غوښتونکو سره په دوه ګونی چلند تورنوي.

لاريون کوونکي وايي، هغه کسان چې په دوحه کې دي  ډېر ژر دې امريکا ته ولېږل شي.

له دې وړاندې هم  په ابوظبي کې لاریون کوونکو په کمپونو کې د دوي د بې سرنوشتۍ له امله شکایت او لاريون کړى وو.

په دې وروستیو کې ویل شوي، چې امریکا په قطر کې د افغان پناه غوښتونکو لپاره  د چټګ پروسې  مرکز جوړوي او ټاکل شوې ده په دې مرکز کې به د مهاجرو د پناه غوښتنې دوسیې ډېر ژر ترسره شي.

امریکا لکه څرنګه چې  رپوټ ورکړشوى تر دې دمه ۷۶ زره افغانان امریکا ته لېږلي دي ، له دې جملې څخه شاوخوا څلور زره یې  د دغه هېواد په دوو پوځي اډو کې شپې  سباکوي .

امريکا ویلي دي چې د پناه غوښتونکو لپاره د سرپناه  موندل تر دوو کلونو پورې وخت نیسي.

بايد وويل شي ١٢ زره نور افغانان چې  بريټانيا ته لېږدول شوي دي په هوټلونو کې ژوند کوي، بې سرنوشتي ،د کار نشتوالى او دهغوى ماشومانو لپاره د تحصيل د زمينې نشتوالى  دوى يې له رواني ستونزو سره مخ کړي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته