ورزش

دننګرهار دکرکټ ټيم پيښور ته لاړ

کابل باختردکب دمياشتې ٢٠ :

دننګرهار دکرکټ ټيم ديو لړسياليو دترسره کولو لپاره نن پاکستان ته روان شو.

دافغانستان دکرکټ بورد درسنيو مسوول فريد هوتک باختراژانس ته وويل  ددغو سياليو هدف دکرکټ ولايتي سياليو ته ددغه ټيم تياري . دغه راز ده زياته کړه په دې سفرکې به دننګرهار ټيم دپښتونخوا له ټيم سره دوه يو ورځنې لوبې هم ترسره کړي او په پيښور ښارکې به لس ورځې خپل تمريونه وکړي او دپيښور دکلپونو له ټيمونو سره به هم دوستانه لوبي وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته