کابل باختر دزمري دمياشتې ١٢ :
په هرات ولايت کې يو تن د چاوديدونکو توکو له يوه انډې سره ونيول شو.
دغه سړى دشينډنډ ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى او اوس دهرات ښار په شپږمه ناحيه کې ژوندکوي تيره شپه د ٧ بجو په شاوخواکې د٢٥٠ کيلوګرامو چاوديدونکو توکو د ليږدونې په وخت کې له يوه کرولا ډوله موټر سره د پوليسودشپږمي امنيتي حوزې دمنسوبينو له خوا دمستوفيت له څلور لارې څخه ونيول شو.
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ ډاراچوونکو له دغوتوکوڅخه دبمونو، ماينونو، اودځانمرګو واسګټونو په جوړولواو په ډاراچوونکو فعاليتونوکې کې استفاده کوله .
ده وويل په دي باب دپوليسو څيړنې دوام لري .
پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ