سیاست

د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې په بېلابېلو موضوعګانو خبرې وشوې

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٢مه
د مشرانو جرګې د ریيس فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د يادې جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د کندهار د ناستې په رد سربېره، د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د ځينو موادو د تعديل په اړه د جمهور رييس تقنيني فرمان تصويب شو.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه تقنيني فرمان چې دمجلس په کمیسیونونوکې مطالعه اوڅیړل شوی وو ددفاعی چارو اوکورني امنیت کمېسيون د ریيس او غړو له خوا مجلس ته وړاندې او د رايو په اتفاق تصويب شو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو د تعديل پر بنسټ په اووه شپېتمه ماده کې (( د ظاهري توپير په صورت کې د عمر اصلاح کول دولایتونو دثبت او احوالو دمسؤلینو او نظر دخاوندانو د وړاندیزونو په پام کې نیولو او داړونده ولايت د والي د حکم سره، د نفوسو د احوالو د ثبت او د بهرنيانو د هويت د چارو د څیړنې د مرکزي ادارې د رئيس له واکونو څخه دي او هم په نهه شپېتمه مادي کې ( د نوم بدلول او تصحيح کول د نفوسو د احوالو د ثبت مرکزي ادارې د رئيس په صلاحيت کې، چې په ټول عمر کې يوازې يو ځل لپاره صورت مومي) او هم د چارواکو او دولتي کارکوونکو د شتمنيو د اشاعې او ثبت قانون په اړه تقنینی فرمان غونډې ته معرفي شو.
همدا راز د غونډې رییس او غړو د ننګرهار ولايت جلال آباد ښار کې ننني او پروني پرله پسې ځانمرګي بريدونه چې له امله يې يو شمېر هېوادوالو ته انساني او مالي زيانونه واوښتل، په کلکو ټکو وغندل او د منان خدای له دربار څخه يې شهيدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د سملاسي روغتيا او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر دعا وشوه اوهم له امنیتي مسؤلینو وغوښتل شول چې پدې اړه جدي هلې ځلې وکړي او پرې نږدي چې دښمن هره ورځ زمونږ هیواد وال موخه وګرځوي.
دغه راز د مشرانو جرګې غړو د اسلام د ستر پيغمبر،د بشريت لارښوود حضرت محمد مصطفی(ص) د ميلاد دورځې څخه په نيکۍ يادونه وکړه او د پوهنې وزارت څخه يې وغوښتل چې د نبي اکرم (ص) سيرت ته دې له دې زيات په روزنيز نصاب کې ځای ور کړي.
خو د غونډې په آزادو بحثونو کې سره له دې چې د کندهار ناستې څخه هيڅ ډول ملاتړ ونه شو بلکې د مجلس غړو د يادې ناستې په اړه تند غبرګون وښود او ويې ويل، اوسنی نظام چې د خاورې د زرګونو مدافعينو  اوهیواد والو د دسرښندنو په پايله کې رامنځته شوی، د هر ډول کړکيچ زيږول چې د نظام د کمزورتيا سبب شي، خلکو ته د منلو وړ نه دى په اوسنيو شرايطو کې اړتيا شته چې ټول د نظام په ټينګښت او د هېواد د لوړو ګټو په ساتلو کې هڅې وکړي او هر ډول ملي ضد حرکتونه د هيڅ لوري په ګټه ونه بلل شول اوزیاته شوه چې دا مناسب نده چې هرچارواکی د خپل مقام او موقف څخه ليرې شي ،سم دلاسه د اپوزيسيون په توګه سر پورته کړي او حکومت او خلکو ته ستونزې راولاړې کړي.
همدارازسناتورانو يو ځل بيا په ايران کې د اجرائيه رياست د د ويم مرستيال محمد محقق د دویناوو او د ملي شورا مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار پر وړاندې د نوموړي د بي بنسټه تورونو باندې سختې نيوکې وکړې، ويې ويل چې په ايران کې د نوموړي څرګندونې د ملي ګټو خلاف وې او باید بښنه يې غوښتې وای او هم عدلي او قضايي ارګانونو تر پوښتنو لاندي راغلای وای ،سناتورانو څرګنده کړه چې د مشرانو جرګې ریيس يو ملي،منل شوی او دملي منافعو مدافع شخصيت دی ،تل يې د مجلس د تربيون څخه د ټولو اجیرو وېره اچوونکو پر وړاندې دهیواد والو د حقونو څخه دفاع کړې او دهغوی وحشیانه اعمال یې غندلي او کومې خبرې چې د اجرائيه رياست مرستيال د مجلس د رئيس پر وړاندې د آريانا خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې کړي، تکذيب شوې او وغندل شوې.
غونډه کې د بلخ- فارياب لويې لارې په اوږدو کې د امنيتي وضعيت او په دغې تګلوري کې د وېره اچوونکو د جنايتونو، غزني ولايت کې د ناامنيو د زياتوالي او د داعش او طالبانو د جګړو په پايله کې د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ اوسېدونکو ته د اوښتو زيانونو موارد مطرح شول او پريکړه وشوه چې د دفاعي چارو او کورني امنيت کمېسيون دې د اړوندو مسئولانو سره ياد مسايل مطرح او دحل لارې دې وپلټي.
پکتيکا کې د پوليسو د دوو قوماندانانو په ښکاره محاکمې ټينګار چې په دي وروستيو کې يي دياد ولايت په مرکز ښرنه کې د يو بل پر وړاندې وسله واله نښته کړې وه، د طلوع نيوز سيا او سفيد خپرونه  کې د څرګندونو په تړاو د پخوانيو امنيتي مسئولانو رحمت الله نبيل او محمد عمر داوود زي او (د سياست افغانستان روايتی از درون) په نوم کتاب په اړه د څرګندونو په موخه د ملي امنيت د پخواني سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا رابلل، د پکتیا ولایت دڅمکنيو -جانخېلو د سړک کار د ټیټ کيفيت ، د معلولينو د نړيوالې ورځې څخه يادونه او ځينې نور مسايل مطرح شول.
د مطرح شويو مواردو په جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې رئيس وويل چې د چارو د ښه والي له پاره د غونډو جوړول، نيوکې او لاريونونه د خلکو حق دې خو د نظام او خلکو پر وړاندې د ستونزو زيږولو په موخه ورڅخه ناوړه ګټه اخيستل د منلو وړ نه دي اود کندهار ناستې وښوده چې ټولې هڅې د شخصي ګټو د ترلاسه کولو له پاره په لاره اچول شوې وې اوهم يادې ناستې کومه ګټوره کاري اجنډا نه درلوده. د مجلس ریيس په خپلو خبرو کې د جمهوري رياست د لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم څخه هم يادونه وکړه چې نوموړی د يو لړ ملحوظاتو دشتون سره سره هيڅ وخت د نظام پر وړاندې ونه دريد او د لومړي معاون او پلويانو د صبر او زغم څخه يي مننه وکړه.
فضل هادي مسلم يار زياته کړه، حاکم نظام د امنيتي منسوبينو او افغان ولس د بې شمېره قربانيو له امله رامنځته شوی چې بايد ورڅخه هر اړخيزه ملاتړ وشي اود نظام او حکومت څخه د ملاتړ په اړه يي د ننګرهار او ټولوختيځو  ولایتونو دځوانانو د زرګونو تنو د غونډې څخه ستاينه وکړه چې د ټولو شخصي غوښتنو د مطرح کولو پرته نن د نظام په ملاتړ په ياد ولايت کې راټول شوي دي.
د مشرانو جرګې ریيس همدا راز د اجراايه رياست د دويم مرستيال د موضوع په اړه وويل، زه د چا سره هيڅ راز تبعيض نه لرم بلکې ملي ګټو او د افغانستان ولس تر هر څه د مخه د لومړيتوب حق ورکوم او تل مي د ټولو اجيرو او مزدورو ترهګرو ډلو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي او په ټولو ځايونو کې مي د دوي ناوړه اعمال په کلکه غندلي خو محمد محقق د حقيقت څخه ليرې په خپلو خبرو کې پرما دروغجن تور پورې کړی که چېرې نوموړى د حکومتي مسئولينو څخه د يوه تن په توګه په دې برخه کې اسناد او شواهد ولري، څېړنه دې وکړي، له دي پرته نوموړی د پرديو د خوشحاله ساتلو او د ذهنونو د خرابولو له پاره کار کوي، ځکه د تېرو لسیزو بدبختيو او کړاوونو عاملين تر اوسه افغان ولس نه دي هير کړي او ښه پوهيږي چې کومو څېرو د خپلو سياسي سوداګريو له پاره د خلکو په برخليک لوبي کړي او کوي يې.
د مشرانو جرګې رئيس زياته کړه، د مجلس د رئيس په توګه مې په دتیرو دوو غونډو په جمعبندۍ کې چې پدې اړه کوم موارد د سناتورانو له خوا مطرح شوي وو،د محمد محقق د ملي ګټو خلاف او غير قانوني څرګندونې په قاطعيت سره رد او محکومي کړي دي او يادې څرګندونې مې د افغانانو د وژنې له پاره د زمينو برابرول ګڼلي دي،فضل هادي مسلم یار وویل دهیواد نافذه قوانینو او ملي ګټو ته دیوه ژمن شخص په توګه به هرهغه غیرمسؤلانه کړنې چې دهیواد او هیواد والو پروړاندې ترسره کیږي ،په زغرده یې مخالفت کوي او دعاملینو پروړاندې به یې ودریږم.
په پاي کې څرګنده شوه چې د اجرائيه رياست دويم مرستيال دي په دي برخه کې د افغانستان د خلکو څخه بښنه وغواړي او حکومت دي هم عدالت پلي کړي.
د غونډې په پای کې قاري مير حاتم تره خېل د کنړ ولايت څخه د مجلس د استول شوي پلاوي رپوټ وړاندي کړ، ويې ويل چې د پلاوى غړو د ياد ولايت ملکي او پوځي مسئولينو، د ولايتي شورا غړو او بېلا بېلو اقشارو سره په خپلو کتنو کې ترلاسه کړل چې د لړم د شلمې نېټې څخه د ليندۍ تر پنځمې شاوخوا ١٧٥٩ توغندي د پاکستاني پوځيانو له خوا په کنړ ولايت توغول شوي چې له امله يې دوه ملکي وګړي شهيدان، اته تنه ټپيان او ٥٧٠ کورنۍ بيځايه شوې دي، همدا راز وويل شول چې د ياد ولايت مسئولينو د ډيورنډ ليکې په اوږدو کې د پوستو د جوړېدو، د امنيتي تشکيل د ډیرښت، د درنو وسلو ترلاسه کول، د بيځايه شويو ستونزو ته رسيدګي، د لس ميګاواټه بريښنا انتقال، د محبوسينو ستونزو ته رسيدګي، د بانکي شعبو رامنځته کول، اسمار ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو منظورېدل، د چارتراشو لرګو قاچاق څخه مخنيوى او ځينې نورې موضوعګاني د مجلس استول شوي پلاوى سره مطرح او د مشرانو جرګې د همکارۍ غوښتونکې شول.# پا‌ى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته