امنیت

يوه مشکوک سړى له چاوديدونکو توکو سره ونيول شو .

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
يوه مشکوک سړى  له يوې اندازې  جنګي وسايلو او چاوديدونکو توکوسره پرون  په لغمان ولايت کې ونيول شو
د ٢٠١سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول محمد نعمان عاطفي دباختراژانس خبريال ته وويل دملي اردو او دملي امنيت ځواکونو په هغو ګډو عملياتو کې چې دلغمان ولايت  دقرغيو ولسوالۍ دزړې  قلعه  په ساحه کې ترسره کړل  يو مشکوک له يوې اندازې  جنګي وسايلو  او چاوديدونکو توکو سره ونيوه
يوه اړونده خبرځاى وويل  نيول شوى سړى  عبدالمتين نوميږي  او له  يوه کلاشينکوف  ،  دوه شارژورونو ،  دوه لاسي بمونو ، يوې تومانچې او له لسو کيلوګرامو  چاوديدونکو توکوسره نيول شوى دى .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته