امنیت

په ننګرهار کې دداعش په سنګرونو دکوماندو دځواکونو عمليات پيل شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٢ :
دکوماندو ځواکونو په ننګرهارولايت کې دداعش په مرکزونو او سنګرونو  نوي
عمليات پيل کړي دي.
دغه عمليات له پرون څخه د جنرال منيب اميري په مشرۍ  په اچين ولسوالۍ کۍ  پيل شوي دي  او تراوسه پورې دوام  لري .
د  کوماندو دځواکونو وياند جاويدسليم باخترآژانس ته وويل ؛  چې په دغو عملياتو کې  په لسګونو کوماندو ځواکونو ګډون کړى دى.
ده وويل ؛ ددغو عملياتو دترسره کولو  هدف  دداعشيانو دپټنځايونو او مرکزونو له  منځه وړل  او له دغو  ډارچوونکو څخه داچين ولسوالۍ  پاکول دي.
دغه عمليات په داسې حال کې پيليږي  چې په دې وروستيو وختو کې  په اچين ولسوالۍ کې د داعش دډلې  فعاليتونه زيات شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته