امنیت

يو پوځي له طالبانو سره دهمکارۍ په تور ونيول شو .

کابل باختر د وږي  دوه ويشتمه :
په نيمروز ولايت کې پرون دملي امنيت دمامورينو دعملياتو په بهير کې  يوپوځي له طالبانو سره دهمکارۍ په تور او يوطالب ونيول شول
دملي امنيت يوه کارکوونکي چې دخپل نامه له يادونې  څخه يې ډډه وکړه دباختراژانس خبريال ته وويل په دغو عملياتو کې چې دزرنج په ښار کې ترسره شول دوه تنه چې يو يې پوليس او له طالبانو سره  دهمکارۍ په تور اوبل يې  وسله وال طالب و  له دوو کلاشينکوفونو او دکلاشينکوف او داشکې له لسو زرو  ګوليو سره  ونيول شول .
ويل کيږي نيول شوي سرتيري دطالبانوله ډلې سره اړيکه لرله .
خبرځاى زياته کړه له طالبانوسره ددغه پوليس دهمکارۍ دڅرنګوالي په باب دپوليسو تحقيقات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته