فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خبرتيا

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٤ :
رسنيو  اود رسانه يي بنسټونو په نسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت
د جمهوري رياست دعالي مقام دځانګړې پاملرنې له مخې چې پخوا د ١٣٩٥ کال  دغبرګولي دمياشتې د ٢٥نيټې د ٧٨٣ ګڼه حکم په واسطه يې  درسنيو دفعاليت  د جواز دنوي کولو موده د ١٣٩٥ کال دثور دمياشتې له  ١٦ نيټې څخه د  ١٣٩٥ کال  دلړم دمياشتې تر ١٦نيټې پورې منظوړه کړه ، درسنيو او رسانه يي بنسټونو دخاوندانو دغوښتنې له مخې دغه وزارت  تصميم  ونيوه  چې رسنيو ته ددغې مودې دبيا تمديد په مقصد  يو وړانديز دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست  محترم عالي مقام ته وړاندې کړ چې د جمهوري رياست د ١٣٩٥ کال  دليندۍ دمياشتې  د ٣٠ نيټې د  ٣٢٦٧ ګڼه  حکم په صادرولو سره يوځل بيا درسنيو د جواز   دنوي کولو وروستۍ نيټه  د ١٣٩٥ کال دسلواغې دمياشتې  تر ١٦نيټې پورې  منظوره کړې ده.
له دې امله دډله ييزو رسنيو دقانون په  ٢٧  او ٢٨ مادو کې  دليکل شويو رسانه يي موسسو  او درسنيو دامتياز  ټولو خاوندانو ته خبر ورکول کيږي  چې  په  ټاکلې نيټې پورې دې  ډير ژر دخپل فعاليت د جواز په نوي کولو اقدام وکړي . له دې پرته  دډله ييزو رسنيو دجوړولو دمقررې د  ٣٦مادې   ٢ فقرې  پورې تابع کيږي  او دخپل  جواز دنوي کولو په وخت کې دحق الاامتياز دپيسو  په دوه برابره  ورکولو مکلف کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته