ټولنه

دپلخمري دبريښنا دلومړى بند دبيا جوړولو کار پيل شو

کابل باختر د سلواغې  نهه ويشتمه :؛
دپلخمري ښاردبريښنا دلومړى بند دبيا جوړولو کار نن له غرمې وروسته  دانرژۍ او اوبو دوزير له خوا  پرانستل شو .
  دانرژۍ او اوبو  وزير انجنير علي احمد عثماني  ددغې پروژې  دکار دپيل په مراسمو کې وويل  چې دبريښنا دبند دروازې او دهغه  استنادي ډيوالونه بيا رغول کيږي .
  دانرژۍ او اوبو وزير زياته کړه: ددغې پروژې لګښتونه  چې څه دپاسه  دوه مليونه  امريکايي ډالره کيږي  دانرژۍ او اوبو وزارت  له پرمختيايي بودجې څخه ورکول کيږي .
دانرژۍ او اوبو دوزير  دڅرګندونوله مخې ،  دغه بند  اوياکاله مخکې دالمان له خوا  جوړشوى دى .  چې په بيا جوړولو سره يې  دهغه  توليدي ظرفيت هم لوړيږي .
  دبغلان والي انجنير عبدالحي  نعمتي ددغه بند بيا جوړول دکرکيلې په وده او دکرنيزو ځمکو په خړوبولو کې  ګټور وبلل او ويې ويل  چې ددغه  بند په بياجوړولو سره ددغه بند دنړيدو او له دې امله  دتاوانونو داوښتو مخه نيول کيږي .
  ختم_ ف _ اکرم
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته