خبرونهنړۍ

غزه کې پر پنځه ورځېني اوربند هوکړه شوې

نړۍ، د لړم ۲۴ مه، بهرنۍ رسنۍ

امریکایي او اسرایلي رسنیو خبر ورکړی، چې اسرایلو په غزه کې د اوربند پر ټینګېدو هوکړه کړې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي او په دغې موده کې به تر ډېره حماس او اسرایلي لوری له یو او بل سره د بندیانو تبادله ترسره کړي.

ټاکل شوې د بندیانو په دغې تبادله کې اسرایلي لوری د سلو په شاوخوا کې فلسطینیان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي ازاد کړي او حماس به هم د اسرایلو نیول شوي اتباع خوشې کړي.

د اسرایلو د ټلویزیون او راډیو سازمان بیا خبر ورکړی، چې دغه اوربند د قطر او امریکا په منځګړیتوب ټینګېږي.

د اوربند د پیل د نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د ورستیو راپورونو له مخې سیمه کې لاهم جګړه روانه ده او اسرایلي پوځ په غزې ښار، خان یونس او نورو سیمو کې ګڼې بمبارۍ کړي، چې تر ډېره قربانیان یې ملکي وګړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته