– کابل باخترد کب د مياشتې درې ويشتمه
د ترینکوټ شمال ختیځ لور ته امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې زیاتې سیمې نیولي دي.
د روزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي باختراژانس ته وویل ؛ له تیرې شپي راهیسي په هغو ګډو امنیتي ، هوایي او ځمکنيو عملیاتو کې چې ترینکوټ په مرکز پورې اړوند سيمو کې ترسره شول د سترمن غونډۍ، سفر کاریز، کاریزونه، بیدک، سره کلا سیمې او یو شمیر نور کلي د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاک شوي دي.
دی زياتوي چې د دغو سیمو په نیولو سره یې د چورې او دهراود ولسوالیو تر منځ د وسله والو مخالفینو مواصلاتي او اکمالاتي لاره هم بنده کړې ده.
صديقي وویل په سیمه کې د وسله والو مخالفینو له خوا زيات ماینونه ځای پر ځاي کړاى شوي چې تر اوسه شل ماینونه کشف اوشنډ کړاى شوي او د انجینري ټیمونه د نورو ماینونو په کشف او شنډولو بوخت دي.
صديقي که څه هم د وسله والو مخالفینو د تلفاتو شمېر په ډاګه نه کړ خو زیاتوي چې په سیمه کې اوس هم د امنیتي ځواکونوچاڼیزعملیات دوام لري
ده زياته کړه له عملیاتو وروسته به د وسله والو مخالفینو د سردزيان په باب رسنیو ته معلومات ورکړي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د ترینکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو له خوا د چاڼيزو عملیاتو پر مهال د سفید خار،شاه حسین غونډۍ، هندوګک، کښته او لوړ ګوګرک او ځینې نورې سیمې د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې شوې دي .
0 1 دقیقه لوستل