کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
دتنکيو ځوانانو د جام دفوټبال سيالۍ نن په هرات ولايت کې په شپږولوبو سره دوام کوي.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا نن سهار دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو سياليو کې د کوثر او افغان ټيمونه ، پامير او دپوهنې او استقلال ټيمونه ، د ابومسلم او دهرات باستاني ټيمونه ، دنوابي او دجامي ټيمونه ، دبيګ بير او د پيام آسيا ټيمونه او دکميل او دکهسان ټيمونه لوبې کوي .
دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو د ديرشو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوي دي چې په دوام يې پرون دجامي ټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره د آريا پرټيم بريالى شو او دهيواد او اميد ټيمونو او د آزادى او خراسان ټيمونو خپلې لوبې برابرې پاى ته ورسولې.
0 1 دقیقه لوستل