امنیت

اتلس تنه وسله وال طالبان په لوګر کې ووژل شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې١٨نيټه :
اتلس تنه وسله وال طالبان تېره شپه په لوګر ولايت کې ووژل شول .
د لوګر ولايت امنيه قوماندان سمونوال محمد ابدالي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند بابوسو سيمه کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهيرکې ووژل شول .
په وژل شويو کسانوکې  دوسله والو طالبانو څو تنه سرګروپان هم شامل دي.
ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې اته تنه نور وسله وال طالبان ونيول شول.
د لوګر ولايت امنيه قوماندان وويل چې په دې پيښه کې ملکي وکړو ته زيان اوښتى دى، ځکه وسله وال طالبان تل د خلکو له کورونوڅخه د پټنځيو په توګه استفاده کوي.
د لوګر د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزى وايي چې تيرې شپې په  عملياتوکې د يوې کورنۍ څلور غړي چې يو ماشوم هم پکې شامل دى، وژل شوي دي .
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته