کابل باختر د سلواغې اوومه :
څوارلس تنه جګړه مار طالبان په هلمند ولايت کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول .
په دغو طالبانو تېره شپه د لښکرګاه ښارته څېرمه بريد وشو .
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې جګړوکې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه جګړې د لښکرګاه ښار په شاوخواسيموکې د طالبانو د سپرلۍ په کاروان او د هغوى په پټنځيو د پوځيانو له بريد وروسته رامنځته شوې دي .
ويل کيږي په دې جګړو کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په هلمند ولايت کې د دوو چاودنو مخه ونيول شوه .
پوځيانو نن سهار دوه ماينونه د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار له يوې لارې او د سنګين ولسوالۍ بازار ته څېرمه کشف او شنډ کړي دي .
د لښکرګاه ښار يوه امنيتي مقام وايي چې طالبانو د دغو ماينونو په ښخولو سره غوښتل په ملکي وګړو خونړى بريد وکړي؛ خو بريالي نه شول .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي او د دغو ماينونو د ښخولو د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هڅې دوام لري .
0 1 دقیقه لوستل