امنیت

دوه تنه په فراه کې د نشه يي توکو په اړوند ونیول شول

کابل / د غبرګولي ۱۹ / باختر
د فراه د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې پولیسو پرون ۲ تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونیول.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه کسان یوکیلو پنځه سوه ګرامه اپین نامعلوم ځای ته لېږدول چې د فراه ښارپه ریګي ساحه کې ونیول شول.
د یوبل خبرله مخې، د فراه د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونوپرخلاف د مبارزې پولیسو یوتن د وژنې په اوړند ونیوه.
د فراه د امینې قوماندانۍ د ویاند د څرګندونوله مخې، دغه سړی د غبرګولي په پڼځمه نېټه د فراه د زندان د اصلاح مرکز او د ماشومانو د روزنې د حقوق مدیره کبرا فایز په کوکشیب کلي کې په ډزو سره وژلې وه.
پېښه د پولیسو ترڅارنې لاندې ده.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته