امنیت

په زابل کې د نويو جګړوکې له امله طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت

کابل باختر د وږي  څليرويشتمه :
د زابل ولايت په مربوطاتوکې د نويو نښتو په بهيرکې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى .
دغه جګړې په تيرو څلور ويشتو ساعتوکې د زابل ولايت د شهر صفا، ارغنداب او د شاجوى د ولسواليو په مربوطاتوکې ونښتې .
لومړۍ جګړه تېره شپه د شهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتوکې له هغه وروسته ونښته چې وسله والو طالبانو د پوليسو په يوې پوستې بريد وکړ .
د زابل ولايت د پوليسو يوه مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبر له مخې:
نهه تنه وسله وال طالبان تېره شپه د زابل ولايت د شاجوى ولسوالۍ په مربوطاتوکې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
د زابل پوليس وايي چې په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول .
ويل کيږي چې په دې جګړه کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى  اوښتى .
په يوبل خبرکې  ويل شوي دي چې دولس تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې د دوى په کاروان د پوځيانو په بريد کې ووژل شول.
دغه جګړه نن سهار د زابل ولايت د شهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونښته .
د زابل ولايت پوليس وايي: په دې جګړه کې چې د وسله والو طالبانو د سپرلۍ په کاروان د پوځيانو له بريد وروسته ونښته؛ دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته