امنیت

په یوه نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول

کابل – باختر د سلواغې دمیاشتې ۱۷
په زابل ولایت کې پرون د افغان ګډو ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول.
د زابل ولایت د امنیتې قوماندانۍ د امنیت آمر د باختر آژانس خبریال ته وویل: دغه جګره پرون ددغه ولایت د ښار صفا د ولسوالۍ په خواجه بابا ساحه کې ونښته چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د یوه وژل شوي طالب مړی د جګړې په ډګر کې پاتی دی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
یوه اړونده خبر ځای وویل: په دی جګړه کې د یوې مخابرې په ګډون ددښمن یوه اندازه وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته