امنیت

په قندهار کې ٢٠ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول شول

کابل / د چنګاښ ۲۸ مه / باختر
د قندهار د امنیې قومندانۍ مسوولين وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې ۲۰ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
د قندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې د قندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې ۷ غلچکي بریدګر، ۳ وسله وال طالبان، ۵ نفوذي کسان او ۵ وسله وال غله نیول شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته