ورزش

دکرکټ ملي ټيم دهالند له ملي ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر د چنګاښ اوولسمه :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم سبا  دهالند  له ملي ټيم سره لوبه کوي .
  دکرکټ بورد وياند فريد هوتک نن دباختراژانس خبريال ته وويل د ٢٠١٦ ميلادي کال نړيوال جام ته دلارې موندلو دسياليو په دوام دافغانستان دکرکټ ملي ټيم خپله لومړى رسمي لوبه يې  سبا په سکاتلند کې دهالند له ټيم سره ترسره کوي .
  ټاکل شوې ده دغه لوبه دافغانستان په وخت دمازيګر په ٤٥ر٥ دقيقو  پيل شي .
ديوه اړونده  خبرځاى دڅرګندونو له مخې،  ټاکل شوې  وه  دهانک کانګ  له ټيم سره دافغانستان دويمه دوستانه لوبه  تير ماښام ترسره شي  خو دلارښوونو له امله دغه لوبه ترسره نه شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته