غور/ دتلې ١٠مه / باختر:
دغور دښځو چارو رييسې په دولتي ادارو کې د ښځو دځورولوله امله اندېښنه وښوده.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ حليمي پرستش چې په يوه خبري ناسته کې يې خبرې کولې وويل ؛ د دغه ولايت په دولتي ادارو کې د ښځو ځورول يې دردونکى وباله او په دولتي ادارو کې يې يوه لويه ستونزه وبلله.
د غور والي غلام ناصرخاضع چې په دې غونډه کې يې ګډون کړى و په دولتي ادارو کې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي خبر ورکړ او ويې ويل ؛ له دې وروسته به په رقابتي ازموينو کې دښځو کومکي نمرې له پنځو څخه لسو ته لوړې شي او د بشري منابعو رييس ته يې لارښوونه وکړه چې له اړوندو مسوولانو سره يوځاى په دولتي ادارو کې د ښځو د ځورونې په مخنيوي کې مرسته وکړي او د هر ډول تبيعض او ځورونې په وړاندې جدې اقدام وکړي.
پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل