پيښور باختر دزمري پنځمه
په هغې چاودنه کې چې نن د خيبر پښتونخوا ايالت دباجوړو ايجنسۍ د سالار زو دسيمې په يو مارکيت کې وشوه څه ناڅه اووه تنه ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول .
بم ددغه مارکيت په يو دوکان کې ځاى پرځاى شوي و چې دچاودنې له امله يي شپږ دوکانونه هم ويجاړ شوي دي .
دمرستي ټيمونو ټپيان د پيښې له ځاى څخه دباجوړو ايجنسۍ دمرکز خار د ښار روغتون ته ليږدولي دي .
دغه راز خبر ورکړ شوي دي چې ددغې چاودنې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دي .