امنیت

د طالبانو يوسيمه ئيزو قوماندان د پنځو تنو افرادو په ګدون په ننګرهارکې د سولې له بهير سره يوځاى شو

-کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
  د وسله والو طالبانو د ډلې يو سيمه ئيز قوماندان له پنځو  تنو افرادو سره يې په ننګرهار ولايت کې د جګړې او ورانکارۍ له دوام څخه لاس واخست او سوله يې  غوره کړه.
قوماندان ارماني له افرادو سره يې مخکې له دې د بټي کوټ او مومند درې د ولسواليو په مربوطاتوکې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و .
ده عادي ژوندانه ته د ستنيدو په وخت کې په ډار اچوونکو ډلو پورې له نورو اړوندوکسانو څخه وغوښتل چې له ورانکارۍ څخه  لاس واخلي او د خپل هېواد په ودانولوکې دې ونډه واخلي . 
د ننګرهار ولايت دملي امنيت يوه خبرځاى دباخترآژانس خبريال ته وويل چې قوماندان  ارماني د سولې بهير ته د ستنيدو په وخت کې پنځه ميله وسله هم دولت ته سپارلې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته