امنیت

د نوري فایبر ملي شبکې د ۳۸۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د پانګونې د جواز ورکړې قرارداد لاسلیک شو

کابل باختر د کب د مياشتې ٢٧ مه:
د جمهوررئیس غني په حضور کې د اترا ادارې، افغان بیسیم اود اتصالاتو مخابراتي شرکتونو او اسیا مشورتي ګروپ ترمنځ د ۳۸۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د نوري فایبر ملي شبکې د پانګونې د جواز د ورکړې قرارداد لاسلیک شو.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د اقتصادي عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ  په ارګ کې جوړه شوه چې په لومړۍ برخه کې د اترا ادارې د ۱۳۹۷ کال د بودجې طرحه او تشکیلات د لا زیات بحث په خاطر راتلونکې غونډې ته وروګرځول شول.
غونډې له هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وکړه چې اترا اداره باید واضح ستراتیژي او روښانه لرلیدلرونکی پلان ولري او د دې ادارې پر مسلکي والي، ظرفیت او تخنیکي کېدو دې کار وکړي.
جمهوررئیس غني د ټلیفون او انټرنیټ د بیو پر ټیټوالي ټینګار وکړ وې ویل، اترا اداره باید په داسې طرحې کار وکړي چې وکولای شي په دې برخه کې بیې راټيټې کړي. هغه زیاته کړه په هغو سیمو کې چې ټاورونه له امنیتي ګواښ سره مخامخ دي د هغو پر بدیل دې فکر وشي او دغه راز دې د ولسوالیو واضح تصویر وجود ولري.
د هېواد جمهوررئیس د اترا ادارې نوي کال د بودجې طرحې او تشکیلاتو ته په اشارې څرګنده کړه، باید په دې برخه کې مطرح شویو پوښتنو ته دقیق ځوابونه وړاندې شي او په راتلونکو غونډو کې دې د اترا ادارې د بودجې د تصویب د منظورېدو په خاطر مفصل بحث وشي. 
په یاده طرحه کې چې د اترا ادارې د مسوولینو له لورې وړاندې شوه د بودجې، د خدمتونو د کیفیت، د خدماتو وړاندې کولو لپاره د جواز ورکړه، د غیرمجاز فعالیتونو د مخنیوي، د ظرفیت لوړولو، د تلویزوني خپرونو د ډیجیټلي کولو، د مقرراتو دچوکات د ښه والي، په اترا اداره کې د کارکوونکو د استخدام د طرزالعمل د بشپړولو او په اترا اداره کې د کارکوونکو د حقوقو او داخلي فعالیتونه، ستونزې او وړاندېزونه ذکر شوي دي.
همدارنګه د مخابراتواومعلوماتي تکنالوژي وزارت معین په ښوونه او روغتیا کې له ټکنالوژۍ څخه د استفادې په اړه د دې وزارت طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
له مفصلو بحثونو وروسته پرېکړه وشوه چې د مخابراتواومعلوماتي تکنالوژي او پوهنې وزارتونه، اترا، مرکزي احصائیه او ملي تدارکاتو ادارې دې په ګډه په یاده طرحه کار وکړي او په دې برخه کې دې د دندو وېش او واضح لومړیتوب وجود ولري. دغه راز ټینګار وشو چې له څلور ترانسپانډر څخه د استفادې پر څرنګوالي دې هم غور وشي.
په یاده طرحه کې د پوهنې او روغتیا په برخه کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختیا او د پوهنې په درسي کاریکولم کې د معلوماتي ټکنالوژۍ پر شاملولو بحث وشو چې په څلورو پړاونو کې به تطبیق شي.
د غونډې په بله برخه کې د ملکي هوايي چلند ادارې مسوولینو د هوايي ترانسپورټ د شرکتونو د مارکېټ ارزونې طرحه  غونډې ته وړاندې کړه چې په مفصل ډول پرې بحث وشو.
د اقتصاد عالي شورا له هراړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې هوايي شرکتونه لا زیاتې ارزونې ته اړتیا لري او باید د اریانا شرکت پر سالم مدیرت، اصلاحاتو راوستو، کاري، مسلکي او تخنیکي وړتیا لوړولو لا زیات بحث وشي.
غونډې ټینګار وکړ چې باید کورنیو هوایي شرکتونو ته په امتیاز قایل شو او له بهرنیو هوایي کمپنیو سره دې د لا زیاتې همکارۍ د پراختیا زمینه برابره شي.
اقتصاد عالي شورا د کورنیو هوایي شرکتونو د عوایدو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او پرېکړه یې وکړه چې کاري ګروپ دې د مالیې او اقتصاد وزارتونو په ګډون په مشترک ډول د جواز د ورکړې د معیارونو په اړه کار وکړي.#پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته