کابل باختر د لړم دمياشتې ٢٤ نيټه :
د هېواد د ١٩ کلنو ځوانانو د کرکټ ټيم په وروستي نيمايي پړاوکې د نيپال له ټيم سره لوبه کوي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د افغانستان د ١٩ کلنو تنکيو ځوانانو د کرکټ ټيم پرون د ماليزيا د پايتخت کولالالمپور په لوبغالي کې د عربي متحده اماراتو د١٩کلنو ځوانانو ټيم ته د ماتې په ورکولو سره د آسيا د ١٩ کلنو ځوانانو جام وروستي نيمايي پړاو ته لاره وموندله.
د هېواد د کرکټ د ټيم په لومړۍ لوبه کې د پاکستان د کرکټ په لوبغاړو تاريخي برياليتوب ته ورسيد خو په دويمه لوبه کې يې د سريلانکا د ټيم په وړاندې ماتې وخوړه.
د افغانستان ټيم له دوو امتياز ډکو او ځلانده برياليتوبونو په ګټلو سره د "بي" په ګروپ د جدول په سرکې ځاى ونيوه.
د پاکستان او سريلانکا ټيمونو په دوو دوو برياليتوبونو سره دويم او دريم مقامونه وګټل او د اماراتو ټيم د جدول په سرکې ځاى ونيوه.
د بنګله ديش ټيم الف ګروپ د جدول په سرکې او د نيپال او هند ټيمونو په دويم او دريم مقامونوکې اودکوربه هېواد ټيم دجدول په وروستۍ برخه کې ځاى ونيوه.
د افغانستان د١٩ کلنو ځوانانو ټيم د روان کال د لړم د مياشتې په ٢٦ نېټه د جمعې په وروځ د نيپال له ټيم سره او د بنګله ديش ټيم له پاکستان له ټيم سره لوبه کوي.
پاى سعيده ذ
0 1 دقیقه لوستل