سیاست

حامدکرزي : د ډار اچوونکو جنايتونو ترشادپرديو پټ لاسونه دي .

-کابل باختر د زمري  اوولسمه :
دافغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي دسرپل ولايت  د ميرزا اولنګ په سيمه کې  وروستي نه بخښوونکي جنايت  چې په نتيجه کې يې زموږ په لسګونو تنه هېوادوال په بې رحمانه ډول شهيدان شول په کلکه وغانده . او دغه عمل يې  غير انساني او داسلام دلارښوونو او ټولو حکمونو سره  په تضاد کې وباله .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  دپخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر په دې باب  ديوې اعلاميې په خپرولو سره  ليکلي دي ، پخواني جمهور رييس  طرحه کړې ده په ډاډ سره  ويلي شو چې په هېواد کې دپرديو پټ او مرموز لاسونه ددغه ناتار اصلي عامل دى . او له شک پرته  ددغه شان عملونو په ترسره کولو سره  دافغانستان دخلکو ددښمنانو اصلي څيرې له پخوا زيات په ډاګه کيږي . او  دهغو په وړاندې دخلکو کرکه او نفرت زياتيږي .
  حامدکرزي  هيله څرګنده کړه  چې ډير ژر  دغه  پيښه  وڅيړل شي او نورې کورنۍ چې اوس هم دتروريستانو په اسارت کې دي له دغه مصيبت څخه وژغورل شي .
پخواني جمهور رييس  دالله ( ج )  له دربار څخه ددغې ويرجنې پيښې شهيدانو ته دفردوس جنت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته