کابل باختر د وږي دويمه :
دجوزجان ولايت پوليسو دري تنه ماين ښخوونکي ونيول .
درې تنه دجوزجان ولايت دمرديانو ولسوالۍ دقوربقه چکش په مربوطاتو کې دماين ښخولو په وخت کې ونيول شول .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني دباختراژانس خبريال ته وويل: دغو کسانو غوښتل چې دغه ماين ددغې ولسوالۍ د قوربقه جکش په کلي کې دامنيتي ځواکونو په تګلور کې ښخ کړي چې هدف ته له رسيدو مخکې ونيول شول .
ترکستاني له خلکو څخه وغوښتل چې له خپلو امنيتي ځواکونوسره همکاري وکړي او دخپلو سيمو دامنيت په تامينولو کې ونډه واخلي .
داپه داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم دشبرغان ، سرپل دلويى لارې په اوږدو کې په واټ کې يو ښخ کړى شوى ماين دامنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شوى و .
8 1 دقیقه لوستل