امنیت

په نورستان کې دناتودجنګي الوتکوپه بريدونوکې شپږ تنه طالبان ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولى د مياشتې ٦ مه:
دنورستان ولايت په وانت وايګل  ولسوالۍ کې تيره شپه دبې پيلوټه الوتکې  په بريد کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دنورستان ولايت امنيه قوماندان  جنرال خليل الله ضيايي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه دوانت وايګل ولسوالۍ په مدنيش ساحه کې رامنځته شوه چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل په وژل شويو کسانوکې يوتن چې په ماين جوړولو کې يې مهارت درلود هم  شامل دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته