امنیت

په پښتونکوټ ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو د طالبانو بريدونه شنډکړى شول

ميمنه باختر د غبرګولي اوولسمه :
د فارياب ولايت د پښتونکوټ ولسوالۍ د سرحوض د سيمې په امنيتي پوستو د طالبانو بريدونه شنډ کړى شول .
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند کريم يورش د باخترآژانس خبريال ته وويل: له امنيتي ځواکونوسره د طالبانو په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ديارلس تنه نور يې ټپيان شوي دي او له يوه دوه اتيا ملي متري توپ، يوه زيکو يو، يوه توغندي ويشتوونکي، يوې پيکا او له شپږو کلاشينکوفونو سره يوه اندازه مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او دغه ساحه د امنيتي ځواکونو تر کنترول لاندې راغلې ده او جګړه پاى ته رسيدلې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته