امنیت

په هلمند کې دملي تلويزيون خبريال همدرد دماين په يوه چاودنه کې ووژل شو

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٢

په هلمند ولايت کې دملي راډيوتلويزيون خبريال عبدالهادي همدرد دماين په يوه چاودنه کې و وژل شو.

دغه پيښه پرون  دګرشک ولسوالۍ په آب بازان سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې  ددغه خبريال دسپرلۍ موټر په سړک کې  په ځاى پرځاى شوي ماين وخوت .

دهلمنددوالي ويندوى داوداحمدي له باختراژانس سره په اړيکه کې ددغه خبريال  وژل کيدل  تائيد کړل او ويې ويل  چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړي  وژل شوى  او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .

دهلمنددوالي ويندوى وسله وال طالبان ددغه بمي بريد مسوول بللى دى.

عبدالهادي همدرد په هلمند ولايت کې دملي راډيوتلويزيون د (رنګين خيالونه ) دادبي پروګرام يو اجراکوونکي او ددغه ولايت ددارالمعلمین استاد و

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته