امنیت

لس تنه وسله وال مخالفين په زابل کې ووژل شول

کابل باختردثور دمياشتې ١١ :
دملي اردو ځواکونو نن دچاڼيزو عملياتوپه بهيرکې  لس تنه وسله وال مخالفين ووژل  اويوه اندازه وسله او مهمات يې ترلاسه کړل.
دملي دفاع وزارت  دويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دملي اردو ځواکونو دزابل ولايت دميزان ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې  لس تنه وسله وال  مخالفين ووژل شول اويوه اندازه وسله
او مهمات ترلاسه شول.
ديوبل  خبرله مخې :   اووه تنه ماين ښخوونکي  چې غوښتل يې په پوځي کاروانونو دبريد  په     مقصد دغزني ولايت د  قره باغ ولسوالۍ په    مربوطاتو کې په    واټونو کې ماينونه ښخ کړي  دغه ماينونه له هدف مخکې په دوي وچاوديدل اوله امله يې څلور تنه ووژل شول  اودرې تنه نور ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته