فرهنګ

دباميانو دتاريخي اثارو دکارپوهانو غونډه پرانستل شوه

کابل/   باختردليندي دمياشتې  ٢٣ :
دباميانو لرغونو اثارو  دساتنې دچارو دکارپوهانو يوولسمه غونډه  تيره ورځ  داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير  ډاکتر سيدمخدوم رهين په ويناسره  دالمان دفدرالي جمهوريت دآخن دپوهنتون په تالارکې پرانستل شوه.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  مطبوعاتي اودعامه اړيکو سلاکار زريالى نوابي باختراژانس ته وويل دغه غونډي  چې ديونسکو  اودآخن پوهنتون  له خوا جوړشوي دي  دوه ورځې دوام کوي . او هغه کارپوهان او استادان چې  په تيرو لسو کلونو کې يې   داثارو دساتنې اودبودا دمجسمو په باب  کار اوڅيړنې کړي دي   خبرې اترې  کوي   او په راتلوونکي کې  ددغو فعاليتونو  اوطرحو په څيړنه لاس پوري کوي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دفوايد عامې وزارت دمعين ، دښاري پرمختيا وزارت  دسلاکار  اوداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمعين او ددغه وزارت دتاريخي آبداتو  دساتنې   اولرغون پوهنې درييسانو په ګډون  ديو هيئت په مشرۍ  په دې غونډو کې ګډون کړى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته