-کابل / دوږي ١٩مه /باختر:
په بلخ کې د وسله والو طالبانو د پيسو د راټولولو پر يوې پوستې د بريد په پايله کې ٧ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
ټپيان د پيسو د راټولولومسوول او د هغه يوملګرى بلل شوى دى .
د رارسيدلوخبرونوله مخې؛ د هېواد هوايي اوځمکنيو ځواکونو تېره شپه په چاربولک ولسوالۍ کې هغه وخت د وسله والو طالبانو پردغې پوستې برېدونه وکړل چې دغه يرغلګر له تجارتي کاروانونو او مسافرو څخه په زور د پيسو په راټولولو بوخت و.
د هېواد په شمال کې د شاهين قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د پوځيانو په دې برېدونوکې ٧ وسله وال طالبان ووژل شول او د پيسو د راټولولو مسوول اود هغه يو ملګرى ټپيان شول.
د يوبل خبرله مخې؛ شپږ وسله وال طالبان په بلخ کې په يولړ خورو ورو جګړو کې ووژل شول اودرې نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
دغه جګړې نن سهار د شولګرې او د چمتال په ولسواليو کې هغه وخت ونښتې چې پوځيانو پر طالبانو برېدونه وکړل.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم_ ج _اکرم ؛
1 1 دقیقه لوستل