امنیت

د٢٠٣ تندر قول اردو حوزوي روغتون پرانستل شو

کابل باختردلړم دمياشتې ٧ :
په جنوب ختيځ  زون کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د سل بستريز نظامي ساحوي روغتون دويمه برخه  نن پرانستل شوه   اوداستفادې وړ وګرځيده .
په پکتيا کې  د نظامي ساحوي روغتون دپرانستلو په مراسمو کې  د ٢٠٣تندر قول اردو قوماندان ، دپکتياولايت مرستيال  او د ٢٠٣ تندر قول اردو د روغتون سرطبيب او منسوبينو ګډون کړي وو.
دغونډې په پيل کې  د ٢٠٣ تندر قول اردو  دروغتون سرطبيب  جنرال محمدآصف  برومند خبرې وکړې او ويې ويل  :  دسل بستريز روغتون دويمه برخه د درې نيمو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت  ديو خصوصي شرکت له خوا دديرش  جريبه ځمکې په ساحه کې  جوړه شوې ده  چې دناروغانو لپاره  څلور پنځوس بسترې ، د کتنې خونه ، لابراتوار ،  کومکي خونې ،  دانتظار سالون او نور ملحقات لري  چې دامريکا د متحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې له خوا جوړه شوې ده .
وروسته دجنوب ختيځ  زون د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان وويل  دحوزوي روغتون ددويمې برخې  په  جوړولو سره   دجنوب ختيځ زون  د٢٠٣ تندر قول اردو  دمنسوبينو روغتيايي ستونزې  چې شپږ ولايتونه پکې دي دروغتيايي مرکز د کمښت  له پلوه لرې کيږي  اوپه  ټاکلي وخت کې به  دجګړې له زيانمنو
شويو کسانو سره  مرسته وکړو .
ده دطبي وسايلو دسمبالولو په برخه کې دامريکا  دزياتو همکاريو غوښتنه وکړه او ويې ويل :  هيله لرو چې دغه روغتون دهوايي امبولانس په لرلو سره   دجګړې  زيانمنو شويو کسانو ته ښه روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.
ديادونې وړ ده چې ددغه روغتون لومړۍ برخه دوه کاله مخکې  دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي پروګرام په مرسته بشپړه شوې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته