-کابل/ د تلې ١٨مه/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين او سرپرست ادريس زمان په کابل کې د اروپا اتحاديې له سفير پيري ميادون سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ميادون د جمهوري رياست انتخاباتو ته په اشارې سره، د اروپا اتحاديې پر ژمنو او د دغه بهير د شفافيت پر تمرکز ټينګار وکړ.
دواړو لورو د ملګرو ملتو سازمان د عمومي ټولنې د څلوراويايمې غونډې چې په وروستيوکې ترسره شوه او د سولې بهير او له سولې وروسته پړاو کې د اروپا اتحاديې د رول په اړوند خبرې وکړې.
ختم- ج – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ