ټولنه

په هرات کې د دوو تنو شوکمارانو نيول کيدل

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٩ :
دوه تنه په هرات کې د شوکمارۍ په تور ونيول شول.
پوليس وايي چې دغه کسان په غوريانو ولسوالۍ کې په شوکمارۍ بوخت وو چې ونيول شول.
نيول شويو کسانو غوښتل چې دشپې له تورتم څخه په استفادې سره  د لارويانو او مسافرانو پيسې لوټې کړي.
د هرات ولايت دپوليسو يوه مقام دباختر آژانس خبريال ته وويل چې له دغو کسانو څخه جنګي وسايل او يو موټر سايکل هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته