ښوونه او روزنه

دکابل ښار دپوهنې رييس: ددرې مضمون پرځاى ديو ساعت پښتو مضمون ځايول واقعيت نه لري

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٦ :
ځينو رسنيو په دې اړوند چې په ښوونځيو کې دپښتو مضمون درسي ساعتونه زيات شوي دي خبرونه خپاره کړي دي  خودکابل ښار دپوهنې رييس دغه موضوع ردوى .
دباختراژانس د خبرله مخې، دغو رسنيو ويلي دي چې دپوهنې وزارت تصميم نيولى دى چې په ښوونځيو کې دې دپښتو مضمون درسي ساعتونه زيات شي او دغه تصميم ښوونځيو ته ابلاغ شوى دى چې په کې ويل شوى دى ددرې مضمون درسي ساعتونه دې کم اودپښتو مضمون درسي ساعتونه دې زيات شي.
دغه راز ويل شوى دى چې  دځينو ښوونځيو يوشمير زده کوونکو هم رسنيو ته ويلي دي  چې ددوى دښوونځيو ادارو ابلاغ کړي دي  چې دپښتو مضمون ساعتونه دې زيات  اوله دري مضمون څخه کم کړاي شي  .
په همدې حال کې  دکابل ښار دپوهنې رييس نجيب الله کامران دباختراژانس خبريال ته وويل چې دهيواد پوهنې په نظام کې لوست په دوو رسمي ژبو پښتو اودري  ترسره کيږي .
ده زياته کړه : هدف دا دى  چې دپوهنې په نوى نصاب کې دې  دسياينسي مضمونو حجم زيات شي له دې امله  تصميم نيول شوى دى  په هغو ولايتونو کې چې خلک په پښتو ژبې واکمن دي  دښوونځيو مضمونونه هم په پښتو ژبه لوستل کيږي . دپښتو مضمون دې يوساعت کم شي اوپرځاى دى يوسياينسي مضمون ولوستل شي .
ده زياته کړه: دغه راز په هغو ولايتونو کې چې خلک په دري ژبې خبرې کوي اولوست هم  په دري ژبه ترسره کيږي  ددري مضمون دى يوساعت کم شي اوپرځاى دى سياينسي مضمون دې زيات شي ،
دکابل ښاردپوهنې رييس وويل : دپوهنې دنوى نصاب  دتطبيق په خاطر چې په هغه کې دساينسي مضمونونو حجم زياتيږي يو ساعت له دري مضمون څخه اويو ساعت له پښتو مضمون څخه کم کړاي شو اوسياينسي مضمونونه زيات شوي دي  .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته