روغتیا

روغتیايي کارکوونکي وستايل شول.

کابل باختر دسلواغې دمياشتې پنځمه
په روزګان کې د ولايتي ادارې له خوا د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې هغه روغتیایي کارکوونکي وستايل شول چې په ستونزمنو او جګړه ییزو حالاتو کې یې خپلې دندې په سمه توګه سر ته رسولې وې .
غونډې ته د وینا پروخت کې دروزګان والي محمد نذیر خروټي د ولایتي روغتون د کارکوونکو کړني وستایلې.
ده زياته کړه چې د دغه ولايت روغتيايي کارکوونکو د ډیرو لږو امکاناتو سره خپلي دندي او مسولیتونه په ښه توګه سره تر سره کړي دي.
د روزګان ولایت د عامې روغتیا رېیس خان اغا میاخېل وویل دغه رياست د طبي آلاتو، ځای او کارکوونکو له کمښت سره مخ دي خو زیاتوي چي تر ډیره حده به يې ستونزي د هغه (۵۰) بستریز روغتون په بشپړیدو سره اوارې شي چې اوس يې د بيا رغونې چارې يې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګتې اخيستنې ته وسپارل شي.
د ولایتي روغتون مشر امین الله توخي وویل چي په تيرو څو میاشتو کې د دغه ولايت په روغتون کې د اووه پنځوس زره ناروغانو تشخیص او درملنه شوې ده.
ده زياته کړه دغه ولایت ته په هره برخه کې د ناسمې سرشمیرنې پر اساس ډیر کم امتیازات ورکول کیږي چې له امله يې  ددغه ولایت اړتیاوې نه شي پوره کولای.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته