فرهنګ

يونسکو د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره د خپلو همکاريو په پراختيا ټينګار وکړ

کابل باختر د وري پنځلسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري نن د يونسکو د فرهنګي برخې له رييس سره په کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره د دغه پنسټ د همکاريو د پراختيا په باب خبرې وکړې .
  د باختر آژانس دخبرله مخې:
په دې کتنه کې د کانونو او پټروليم له وزارت څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د عينکو مس د پروژې د ليږدونې په دې برخه کې د نړيوال بانک او يونسکو د همکاريو، د هغو خنډونو او کمزورتياوو د لرې کولو چې په تيرو اتو کلونوکې د دغې پروژې د کارپه بهيرکې شتون؛ درلود او د عينکو مس د پروژې په باب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يو کلن او درې کلنو پلانونو، د دغې پروژې د کار د پرمخ بېولو د څرنګوالي په باب د غونډې د جوړولو، د باميانو د مجسمو او تاريخي آثارو د سمپوزيم چې په اکټوبر مياشت کې د جاپان په توکيو ښارکې جوړيږي، د فرهنګي ډول ډول ميراثونو د لوړولو د کنوانسيون غونډې چې په راتلوونکو څو مياشتوکې به په پاريس کې جوړه شي او د باميانو د سياحتي او تاريخي  ساحو د ساتنې په باب خبرې وشوې .
په دې کتنه کې د يونسکو د فرهنګي برخې رييس (مسا نوري ناګا اوکا) او د يونسکو له خوا د عينکو مس د پروژې مسوول (ماريا ريتا) د دغې موسسې د کارونو او پروګرامونو په باب معلومات ورکړل او داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره يې په بېلابېلو فرهنګي پروژوکې د يونسکو د همکاريو د پراختيا ډاډ ورکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري، له دغه وزارت سره د فرهنګي پروژو په برخه کې د يونسکو او د نورو مرستندويو مرکزونو د همکاريو له امله قدرداني وکړه او د هغو په زياتو همکاريو يې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته