امنیت

په روزګان کې د جګړو دوام او دطالبانو دسر دروند زيان

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٩  :
په روز ګان ولايت کې دنويو جګړو په بهيرکې دطالبانو ډلې ته دسر دروند زيان اوښتى دى.
دغه جګړې  په دې وروستيو وختو کې دچارچينو، خاص روزګان ، دهراود دولسواليو اودترينکوټ ښار ته څيرمه په ځينو سيمو دوسله والوطالبانو له   پراخ بريد پيل شوې او تراوسه پورې  دوام لري .
پوځي مقامات وايي  په لسګونو تنه نوي ځواکونه روزګان ته رسيدلي دي  اود دغو جګړو په بهير کې طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى.
په همدې حال کې  له تيرې  شپې څخه تر نن سهار پورې  دترينکوټ خلکو ددغو  جګړو دسختوالي له امله خوب نه دى کړى.
لومړۍ جګړه تيره شپه  دروزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ  کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې  وسله والوطالبانو په  يوې پوځي قرارګاه بريد وکړ.
دروزګان ولايت دسيمه ييزو پوليسو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل  چې په
دې  جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په دې جګړه کې سرتيرو اودسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته