امنیت

د هېواد په ختیځ کې ۴۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول

کابل/دمرغومي۲۲مه/باختر
د کونړ د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې ۴۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
دوی وايي چې د ترلاسه شویو نشه يي توکو (چرس) په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د باختر آژانس له سیمه ييز خبریال سره په خبروکې د نشه یي توکو کارکوونکي بشر وژونکي یاد کړل او پر وړاندې یې پر کلکې مبارزې ټينګار وکړ.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته