بلخ باخترلړم د مياشتې ١٠ نيټه :
يوه اندازه ناچاودلي مهمات چې يوه لسيزه مخکې د بلخ ولايت د دهدادي ولسوالۍ په يوې کنډواله کې پاتې شوي و؛ راټول کړاى شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول نصرت الله جمشيدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه مهمات چې يوه لسيزه مخکې د دهدادي په کنډوالو کې پاتي و او د اوسيدونکو سلامتي يې ګواښوله، راټول کړاى شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ