کابل /دمرغومي ١٨مه / باختر:
درې ماين جوړونکي طالبان په هلمند کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په سنګين ولسوالۍکې په يوپټنځي کې بريد وشو .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې دهېواد دهوايي ځواکونوپه دې بريد کې درې وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل: دغه وسله وال طالبان دماين په جوړولو بوخت و چې پرې بريد وشو .
درارسېدلو خبرونوله مخې ، په دې بريد کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې دوسله والو طالبانو پټنځي دړې وړې شوې دي .
ديوبل خبرله مخې، په هلمند کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي ځواکونو نن سهار دهلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه ١٦ ماينونه کشف او شنډ کړل .
ختم_ ج _اکرم