امنیت

دپروان په سياه ګرد ولسوالۍ دطالبانو بريد .

کابل باختر د غبرګولي  څلورمه

   وسله والوطالبانو دپروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ پراخ بريد پيل کړى دى .

  درارسيدلو خبرونو له مخې، دغه عمليات نن سهار  له دريو لورو په دولتي تاسيساتو په تيره بيا ددغې ولسوالۍ په امنيتي پوستو  بريدونه پيل شوي دي او لااوس هم دوام لري

 دسياه ګرد ولسوال  محمد نصير صديقي  باختر اژانس ته وويل ددغې ولسوالۍ په څو سيموکې دوسله والوطالبانو اود امنيتي ځواکونو ترمنځ  سختي نښتې دوام لري .

 ده زياته کړه په دغو نښتو کې وسله والوطالبانو ته دسردزيان اوښتي خو امنيتي ځ،اکونو ته لاتراوسه پوري زيان نه دي اوښتي .

 ده زياته کړه هغوى په هغو لږو تجهيزاتو او ځواکونوسره  چې لري يې نه شي کولاي  ددغو  جګړه مارانو په وړاندي  سم مقاومت وکړي .

 دسياه ګرد ولسوال له دولت څخه وغوښتل چې په نويو تجهيزاتو  سمبال زيات ځواکونه دغې ولسوالۍ ته واستوي .

   دروان لمريز کال له پيل څخه راپديخوا داپنځم ځل دى چې وسله والو  طالبان دپروان په سياه ګرد ولسوالۍ بريد کوي  خو دهغوى دامنيتي ځواکونو په تشکيل  او تجهيزاتو کې له کمښت سره سره هر ځلې جګړه مارانو ماتې خوړلې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته