امنیت

په فارياب کې ديو لړ چاودنو مخه ونيول شوه

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٧  :
په فارياب ولايت کې ديولړ  چاودنو مخه ونيول شوه.
طالبانو  ددغه ولايت په څلورو  لويو لارو  کې ماينونه  ښخ کړي و .  خو په خبرونو کې ويل شوي دي چې دغه ماينونه دسيمې دخلکو په همکارۍ دامنيتي ځواکونو له خوا کشف اوشنډکړاى شول.
په فارياب ولايت کې  دپوليسو يو  قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل :
چې ددوى ځواکونو تيره شپه تر نن سهار پورې  څه ناڅه څلور ماينونه ددغه ولايت  له ګڼ ميشتولارو څخه  کشف  اوشنډ کړل.
ده وويل ؛ دغه ماينونه دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف شول.
دپوليسو دغه قوماندان وايي  چې طالبانو غوښتل  ددغو ماينونو په ښخولو
سره   په ملکي وګړو يو لړ  خونړي بريدونه  وکړي  خو بريالي نه شول.
په افغانستان کې وسله وال  طالبان  زياتره په  ګڼ ميشتو لارو کې دماينونو او بمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې له امله يې  زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي .
ديوبل خبرله مخې : دوسله والو طالبانو د جنګي وسايلو دوه ډيپوګانې په فارياب ولايت کې کشف شوې .
دغه ډيپوګانې په قيصار ولسوالۍ کې دطالبانو په يوه پټنځي کې ساتل کيدې په  فارياب ولايت کې دملي اردو يوه  قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل  : له دغو ډيپوګانو څخه په لسګونو  سپکې اودرندې وسلې ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته