کابل – باختر د زمري دمياشتې ٥
د دولت اته تنه وسله وال مخالفين نن په فراه ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دغه کسان مخکې له دې دفراه ولايت دخاک سفيد ولسوالۍ په مربوطاتو کې په دولتي ضد عملونو بوخت وو .
دفراه والي محمد الله شيرزاد دباختر آژانس خبريال ته وويل، دغو کسانو دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ او دملي امنيت د اوپراتيفي پرسونل دهڅو او هاند له امله له خلکو او له دولتي ځواکونو سره له مخالفت څخه لاس واخيست او دسولې له بهير سره يوځاى شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل : دملا فضل احمد په مشرۍ دغه کسان له دوو مخابرو،دوو بوشکه يي ماينونو ، څلورو يوولس ډزو ټوپکونو ،له ځمکې څخه ځمکې ته دوو توغنديو،يوې پپشې او له دوو کلاشنکوفونو سره له امنيتي ځواکونو سره يوځاى شول.
0 1 دقیقه لوستل