نړۍ

پاکستانې رسنۍ : هند دپاکستان پولي ته څيرمه دقدرت ازمايښت کوي .

اسلام اباد باختر د تلي  دويمه :
  دايران دولتي خبري اژانس دپاکستاني رسنيو له خولې  دپاکستان دپولو په اوږدو کې دجنګي تمرينونو دترسره کولو لپاره دهند دتياري خبر ورکړ .
دخبري منابعو دخبر له مخې،  ځينو پاکستاني رسنيو وليکل  ټاکل شوې ده چې دهند پوځي تمرين دروان کال دمني دفصل په نيمايي کې دپاکستان پولې ته څيرمه دجنګي وسايلو  او سامان الاتو په ځاى پرځاى کولوسره په راجستان سيمه کې ترسره شي
په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې دهندي پوځيانو روزنيز ازمايښت دهر راز احتمالي يرغل په وړاندې دغبرګون لپاره ددغه هيواد د اردو ديو ويشتمې فرقې دچمتو کولو په هدف  ترسره کيږي .
دپاکستان ددينا ورځپاڼې وليکل چې ددغه ازمايښت جنګي ماشين الات او تجهيزات دهند تر حيدر اباد پوري دجانسي له تګلوري  څخه دليږدونې په حال کې دي  پاکستان تراوسه  پورې ددغه خبر په باب رسمي غبرګون نه دى ښودلى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته