ټولنه

دسولې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٣١  :
دسولې نړيواله ورځ  نن دښځو دچارو وزارت  اودافغان ښځو دشبکې له  خوا په کابل کې ونمانځل شوه.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې : په هغې غونډه کې چې له  همدې  امله جوړه شوې وه  لومړى دهېواد دلومړۍ ميرمنې رولاغني پيغام  دلومړۍ ميرمنې  دمطبوعاتي  چارو دسلاکارې زهرې يوسف له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي   :
موږ دسولې ورځ ټيک په داسې وخت کې نمانځو چې زموږ ګران هېواد افغانستان هميشنۍ سولې ته اړتيا لري او هره جګړه بايد په  پاى کې په سولې  تمامه شي .
دغه راز په پيغام کې ويل شوي دي نيکه مرغه و هغه کسان چې دسولې او          امنيت په فضا کې يې  ژوند وکړ اوپه راحتۍ سره ښوونځي ته لاړل ، تاوتريخوالي او   جګړې دهغوى ورځنى ژوند نه ګواښاوه  خو نن ورځ له بده مرغه نه يوازې افغانستان بلکې دنړۍ زياتره هېوادونه له زياتو ستونزو او تپل شويو جګړو سره  لاس او ګريوان دي.
هيله لرم چې مخالفين له   جګړې او تاوتريخوالي څخه لاس واخلي او دسولې لاره  غوره کړي.
په دې غونډه کې  دافغان ښځو دشبکې  اجرائيوي رئيسې  حسينې صافۍ دسولې درول په اړوند  خبرې وکړې او ويې ويل چې سوله په يوه ټولنه کې  دهيلې اوانکشاف پيغام راوړونکې  ده او دترقۍ او پرمختګ زمينه برابروي.
دغه راز د سنايي دپرمختيايي موسسې رئيس  رازمحمددليلي په خبرو کې  دهېواد اوسنى حالت تحليل کړ او ويې ويل  چې موږ تراوسه پورې په داسې شرايطو کې يو چې هره ورځ جګړې او ناخوالې دوام لري اوهيله لرم چې ډير ژر زموږ په هېواد کې دايمي سوله تامين او  واکمنه شي .
دښځو دچارو وزارت مالي اواداري معينې نبيلې مصلح دسولې دارزښت په اړوند خبرې  وکړې  او ويې ويل چې دسولې تامينول يوازې ديوه سړي او يا ديوه بنسټ  دنده نه ده  بلکې بايد ټول هېوادوال  په دې لاره کې  کارنده ونډه واخلي   چې په هېواد کې دايمي سوله تامين شي .
   دغه راز په دې غونډه کې ويناوالو په ټولنه کې دهميشنۍ سولې  داغيزې  او ددولت په چارو   کې دښځودشتون  دزمينو دبرابرولو په باب خبرې وکړې.
دغه رازپه پاى کې  په شپږو مادو کې يو پريکړه ليک چې دغونډې دبرخه والو له خوا برابر شوى و  ولوستل شو  چې په يوه برخه کې يې  په هېواد کې ددايمې سولې او امنيت په تامينولو ،  دفساد او ناامنۍ دپديدې دمخنيوي او دتوپير او تاوتريخوالي په له منځه وړلو او دښوونې او روزنې کيفيت ته په جدې پاملرنې باندې ټينګار شوى دى.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته