امنیت

په سرپل کې يوولسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر دوري دمياشتې ١٠:
په سرپل ولايت کې د وسله والوطالبانو اووه غړي  له پوځيانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شول او څلور تنه نور يې ونيول  شول.
دغه جګړې نن سهار دکوهستاناتو په ولسوالۍ کې هغه وخت پيل شوې  چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان  بريد وکړ.
په سرپل ولايت کې  دملي اردو يو قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل :
په دې جګړه کې  اووه تنه وسله وال  طالبان   ووژل شول  او څلور تنه  نور يې   ټپيان شول.
ده وويل :   په طالبانو هغه وخت بريد وشو چې دوى غوښتل  دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړي.
ويل کيږي  په دې  جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته