کابل باختر دوږي شپږ ويشتمه :
په فارياب ولايت کې پرون دپوهنتون يوې محصلې ځان زندى کړ .
دفارياب دوالي ويندوى جاويد بيدار دباختراژانس خبريال ته وويل: معصومه دفارياب ولايت دپوهنتون محصله وه په ازموينه کې دبې نتيجې پاتې کيدو له امله يې ځان زندى کړ او معصومه دپښتون کوټ ولسوالۍ دعلي ګه پايان دکلي اوسيدونکې وه .
ددې دکورنۍ دڅرګندونو له مخې، له هغه وخت څخه چې معصومې خبر ترلاسه کړى و چې په ازموينه کې بې نتيجې پاتې ده په پاى کې يې ځان وواژه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ