فرهنګ

داستاد کمال الدين بهزاد دهنري اثارو نندارتون جوړ شو .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
داستاد کمال الدين بهزاد دميناتورى داثارو نندارتون  يو ځل بيا دمينه والو پرمخ پرانستل شو .
  دغه نندارتون چې  د ١٣٩٦کال دليندى دمياشتې په پيل کې دهېواد دلوړ رتبه فرهنګي مقاماتو او دفرانسې دسفير په ګډون داختيار الدين په تاريخي قلعه کې  جوړ شوى و ، دهېواد ډير مشهور اثار لري .
دغه اثار دافغانستان دلويديځ دميناتورى داثارو د نندارې په مقصد چې زياتره يې  دهرات  دتيموري  شاهانو دوخت په دربار کې  داستاد کمال الدين بهزاد له خوا طراحي او انځور شوي دي  داختيار الدين په تاريخي قلعه کې نندارې ته وړاندې شوي دي .
دافغانستان دميناتورى هنر مينه وال  کولاى شي  هره ورځ  دهېواد په لويديځ کې دميناتورى دغه مشهور اثار دهرات  داختيارالدين په قلعه کې وګوري .
دغه نندارتون  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ، دفرانسې دسفارت او دافغانستان دمطالعاتو د امريکايي انستيتوت ترمنځ ددرې اړخيزو همکاريو ثمره ده .
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته